ننګرهار: ښځو ته تعليم او کسبی زده کړې ورکول کيږي


په جلال اباد ښار کې افغانستان د ښځو ټولنې ښځو ته د سواد د زده کړې د پنځو پروژو پرانسته وکړه.


د زده کړو په دې بهير کې که يو لور ته ښځې د سواد له نعمته برخمنې کيږي نو بل لور ته بيلابيل کسبونه هم ورښوول کيږي او د فراغت پر وخت مستحقو ښځو ته د کار وبار لپاره وړې قرضې هم ورکول کيږي.

د افغانستان د ښځو ټولنې مشره فتانه ګيلاني وايي چې په هر مرکز کې به دوه وخته ۱۲۰ تنو ښځو او نجونو ته په وړيا توګه د سواد زده کړه ورکول کيږي.

( دا پروګرام د دريو کلونو لپاره دی او هره دوره يې د يوه کال لپاره ده چې ښځو ته موږ تعليم ورکوو. او موږ غواړو چې هغوی بايد کار وکړي. مختلف کارونه دي ځينې ښځې دي چې په کورونو کې يې ځانته خياطخانه جوړه کړې، ځينې دي چې په کورونو کې چرګان ساتي. د ټولو مهمه دا ده چې دوی جرات راپيدا کوي، بل دا چې يو څه زده کوي او بل دا چې خپل کورته حلاله روزي پيدا کوي.)

د ښوونيزو کورسونو يو تن استاذه وايي ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې زده کړه ورکوي مشال راډيو ته وويل:

( ساجده مې نوم دی او ښځو د د بزنس په برخه کې زده کړه ورکوم. ما چې څه زده کړي غواړم چې نورو ته يې وښيم. مثلاٌ تجارت کې د مارکيټ پيژندنه ده، د بازار پيژندل شول، د هغې تعريفونه شول، لکه د مارکيټ ټول مضامين به ورته تدريس کوم.)

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم وويل په دغه مرکز کې ښځې کوم مهارتونه زده کوي په کار ده چې په چم ګاونډ کې يې نورو ته هم وښيي.

( د ښځو دا هڅې د قدر وړ دي، دا که چيرې دوام وکړي نو زه فکر کوم چې ډيرو خلکو ته يې خير او ګټه رسي.خو زما د دې ټولو ګډونوالو څخه هيله او غوښتنه دا ده چې دغه پروګرامونه چې دوی دلته زده کوي که چيرې يې په خپل کور کلي کې نورو ته وروښيي، نو دا به د خير کار وي.)

د افغانستان د ښځو ټولنې مشره فتانه ګيلاني وايي چې د تيرو اتو کلونو راهيسې په کابل، کندهار، پروان او ننګرهار ولايت کې ياده ټولنه په فعاليت بوخته ده چې په دې دوران کې يې په زرګونه ښځې د سواد د زده کړې تر څنګ د کسبې زده کړو څخه برخمنې کړي او دولس سوه تنو ښځو ته يې وړې قرضې هم د کار و بار په خاطر ورکړي دي.