د بریتانیې د پخوانۍ وزیراعظمې مارګریټ تېچر تر مرګ وروسته له ټولې نړۍ څخه هغې ته د عقیدت پيرزونې وړاندې کیږي. نوموړې پرون په اووه اتیا کلنۍ کې د زړه د دورې له امله مړه شوه.
د بریتانیې وزیراعظم ډیوډ کیمرون تېره ورځ وویل چې هیواد یی یوه عظیمه مشره له لاسه ورکړه.
بلخوا بکنګم ماڼۍ اعلان کړی چې ملکه الزبت دوهمه د تیچر په مړینه سخته غمجنه ده. د امریکا ولسمشر بارک اوباما ويلي چې د تېچر تر مرګ وروسته هیواد یوه ریښتینې ملګرې و بایلله. د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګوربا چوف وویل نوموړې یوه ډېره ستره سیاتواله او د روښانه طبعیت څښتن وه.
د اروپايي اتحاديې مشر جوز مېنول باروسو مارګرېټ تېچر د يو سترې مشرې په توګه ياده کړې ده.
مارګریت تېچر چې د پیاوړې مېرمنې د یا د آیرن لیډي په نوم یادېدله، د هیواد یواځینۍ ښځینه وزیراعظمه وه.