غلام غوث
د پېښور د شيخ محمدو په بډه بيره کې د نا معلومه وسلوالو په بريد کې د چارواكو په وينا د يو ارب روپو مشينرۍ ته زيان رسيدلی دی او د ګريډ د بيا ودانۍ او زيان د جاج اخیستلو لپاره یې يوه كميټۍ هم جوړه كړېده.
په پيښور کې د بجلۍ د رسد محكمي پيسكو د مطبوعاتو د څانګي مشر شوكت افضل مشال ريډيو ته وويل((په ګريډ چې كوم بريد شوي په هغه کې د تاوان په اړه د ابتدايي اندازې مطابق له اتيا كروړو نه واخلې تر يو ارب روپو پورې مالي تاوان شوی دی،اوس زموږ ټيمونه دغلته ورغلي دي او هغوی جاج اخلي چې كوم څيزونه خراب شويدي او د كومو هغو مرمت کېدای شي او تر څو چې د بجلۍ د كميدو خبره ده نو بجلي موږ په متبادله طريقه سمه كړېده او د معمول مطابق د مخکې په رنګ لوډشيډنګ کېږي))
بل خوا د واپډا په محكمه کې د كاركوونكو اتحادیې له حكومته غوښتنه كړېده چې په دې پيښه کې د وژل شويو كسانو كورونیو ته دې شهيد پېکېج وركړي او تښتول شوي څلور كسان دې زر تر زره را خوشي كړي، ګنې دوی به بيا په احتجاجي توګه د ټولې صوبې بجلۍ بندوي.
د يادوني وړ ده چې د دوشنبې او سېشنبي په مينځنۍ شپه په شيخ محمدو کې په ګريډ سټيشن د نا معلومه وسلوالو په بريد کې اوه كسان وژل شوي وو او څلور نور تښتول شوي وو-