پاکستان کې ترهګرۍ ۴۹۰۰۰ کسان وژلي


د پاکستان د استخباراتې ادارو وکيل راجه ارشاد نهی پرورځ په سپريم کورټ کې د ٢٠٠٨ م کال نه تر ٢٠١٣ م کال پورې د ترهګرۍ د پيښو رپورټ جمع کړی دی چې له مخې يې په قبايلي سيمو کې تر ۹۰۰۰ زيات ولسي وګړي او امنيتي اهلکار وژل شوي دي.


بل خوا په دې دوران کې د امنيتي ادارو د عملياتو په ترڅ کې ۳۰۰۰ ترهګر وژل شوي دي.

په رپورټ کې زياته شوې چې په تيرو پنځو کلونو کې په قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا کې ۲۳۵ ځانمرګې بريدونه شوي دي. په دې دوران کې د امن کمېټيانو تر ۲۰۰ زيات غړي د اورپکو لخوا په نښه شوي دي.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې په پاکستان کې د ٢٠٠١ م کال نه تر اوسه د ترهګرۍ په بېلا بيلو پيښو کې د نهه زره پنځه تنه امنيتي اهلکارو په ګډون نهه څلوېښت زره کسان وژل شوي دي.

په سپريم کورټ کې د پوځ او استخباراتي ادارو لخوا په جمع کړل شوي رپورټ کې ويل شوي چې په خېبر پښتونخوا کې د اورپکو لخوا تر یو زر زيات سکولونه په نښه شوي دي.