دسکواش جهاني اتل قمرزمان سره مرکه


قمرزمان د پاکستان له پاره خوا اوشا نولس کاله د سکواش لوبې کړې او په دې دوران کې هغه درې ځله جهاني اتل جوړ شوی او یو سل و دیرش د سکواش عالمي لوبې یې ګټلې دي.


هغه له پیښور سره نژدې د نوي کلی اوسیدونکی دی چېرته چې د سکواش اووه ۷ نړیوال اتلان پیدا شوي دي چې په کې هاشم خان روشن, خان جهانګیر خان او جان شیر خان دي.

قمرزمان په کوټه ښار کې زیږیدلی دی او هم هلته يې ابتدایي زده کړې حاصلې کړې دي.

نوموړی وایي ,چې د غریبۍ له وجې به یې په ماشومتوب کې په شلیدلی ګین یا غونډسک لوبه کوله دهمدا وجه وه چې بیا وروستو په سکواش کې د سټروک سټایل یو ځانګړی لوبغاړی شو.

نن په مشال مرکه کې هغه زموږ میلمه دی او د خپل ژوند او لوبې په حقله یې دغه ټولې خبرې زموږ له همکار خالد خان سره کړې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دمشال مرکه