کابل کې د نوي کال په مناسبت سرکس مېله
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ځینو نورو ادارو ترڅنګ د افغان ماشومانو د ښوونې او روزنې سرکس هم د نوي کال په مناسبت د سرکس په زړه پورې نندارې وړاندې کړې.
د ماشومانو د سرکس دا په زړه پورې ننداره په کابل کې د استقلال په لیسه کې جوړه شوې وه، چې زیات شمیر خلک یې لیدو ته ورغلي وو.
د افغان ماشومانو د سرکس دا اداره "ای. ای. سي. سي." نومیږي، چې یوه غیر انتفاعي اداره ده او په افغانستان کی د ماشومانو د ښوونې، روزنې او تفریح لپاره کار کوي.
دا فعالیتونه د پوهنې وزارت په مرسته په مرکز او ولایتونو کې عملي کیږي.