شمالي کوریا و ایران د يوې سیکې دوه مخونه دي

ایران: ولسمشر محمود احمدي نژاد د شمالي کوریا علامتي مشر کیم یونګ-نام ته په تهران کې هرکلی وايي. لومړی سپټمبر ۲۰۱۲م کال


دې ډپلوميت مجلې د ايران او د شمالی کوريا په اړه يوه مقاله خپره کړي. مجله ليکي چې د شمالي کوريا د اوږ واټن ویشتونکې توغندي کاميابه ازماينه له يوې مفروضې حقيقت جوړ شوی دي.


د امريکا د استخباراتي رپورټ خبرداری ورکړی چې د شمالي کوريا توغندي به په څو کلونو کې د امريکا الاسکا او هوايي ایالت پورې د رسېدو توان ولري. مجله ليکي په ۱۹۹۸ کال کې د ناکامه توغندي ازموينې وروسته ګومان کيږي چې د شمالی کوريا د اوږ واټن توغندي تش يوه مفروضه ده.

مجله ليکي د رپورټونو له مخې پينګ يانګ اوس د توغندي ازموينې د سودا لپاره کاروي نه چې د توغندي صلاحيت نور پياوړي کړي. د شمالی کوريا نوی واکمن د دې خبرې توان لري چې د اوږ واټن توغندي نور ښه کړي.

مجله ليکي د دې وروستيو کاميابو کې د شمالي کوريا او ايران ترمينځ همکاري کول به سخته وي. د دواړه هيوادونو ترمينځ سوادګری اړيکې شورو شوي چې شمالي کوريا د پيسو په بدل کې ايران ته د ميزايل پرزې او ټېکنالوجي ورکوي. او له دې سره د دواړه هيوادنو ترمينځ همکاري نوره هم موثره شوي.

مجله ليکي چې اوس وخت رارسيدلی چې د بيلاسټک ميزايل پروګرام په اړه بيا کتنه وشي ځکه چې شمالي کوریا او ایران دواړه د يوې سیکې دوه مخونه دي.