جلوزو کډوالو پنډغالي کې چاودنې ۱۲ تنه ووژل
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پنجشنبې پر ورځ، د خیبر پښتونخوا د نوښار په جلوزو کېمپ کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل او خوا شا ۳۰ یې نور ژوبل کړل.
د پبو پولیسو تاڼې مشر بهروز خان تر پېښې وروسته مشال راډیو ته ویلي چې وژل شوي ټول کسان کډوال دي.
د ده په خبره، چوونکي توکي په یوه سوزوکي موټر کې ايښودل شوي ول.