فرهاد شینواری مشال راډيو
د خیبرسرکاری چارواکو او له تیرا بې کوره شوو عینی شاهدانو په وینا د خیبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د تحریک طالبان پاکستان ترمنځه د خونړۍ نښتو وروستو تحریک طالبان پاکستان د تیرا میدان زیاتره برخې په خپله ولکه کې اخیستې دی، او بیا ځینې برخې یې لشکراسلام وسلوالې ډلې تر خپل واک لاندې کړی دی.
د خیبر هاوس یو چارواکی تیر ماښام د نوم نه څرګندولو په شرط مشال ریډیو ته وویل چې((وسلوالو طالبانو د انصارالاسلام پر یوه مهم مرکز باغ باندې هم قبضه کړې ده))
خو انصارالاسلام ډله وایي، چې د تیرا میدان ځینې مهمې برخې او س هم د دوی په ولکه کې دي.
د تیرا میدان نه بې کوره شوی یو تن محمد فاروق اپریدی مشال ریډیو ته وایې چې (( طالبانو زموږ کورونه په راکټو وویشتل،او وه یې سوځول،او یو شمیر ځایي خلک یې ووژل،نو ځکه مو ترې کډې راوکړي،او په لارو کې ډیرو ستونځو سره مخ شو))
له تیرا بېکوره شوی یو مشر وايي:(( طالبانو راباندې بریدونه وکړل او میدان سیمه یې ونیوله، په موږ یې مرمۍ وورولې،بس ډک کورونه، غلې، ګډان او څاروی رانه پاتې شول))
د تیرا میدان یو بل بې کوره شوی تن ذاکر شا وایې چې(( اوس چارواکو ته په کار دی چې زموږ مرسته وکړی او خیمې او راشن را ته راکړي))
یاده دې وي چې خواوشا دوه میاشتې وړاندې د خیبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام ترمنځه خونړۍ نښتې پیل شوې دي چې تر دې دمه په کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوړیدلې ده،او په سلګونه ولسی وګړی هم پکې وژل شوی او ژوبل شوی دی.
د اپرېدو تیرا میدان د خیبر ایجنسۍ لرې پرته سیمه د چې یوه پوله یې له کرمې ایجنسۍ، بله اورکزو ایجنسۍ او بله پوله یې د افغانستان له ننګر هار ولایت سره لګیدلې ده.
د تیرا اوسیدونکی وایې چې دلته یو شمیر وسلوالې ډلې شتون لری،چې په کې تحریک طالبان پاکستان،لشکر اسلام، او انصارالاسلام هم شامل دي.
یاده دې وی چې انصارالاسلام ډله له تیرې اوږدې مودې راهیسې په تیرا میدان کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد مزاحمت کوی او اوس یې په کې له تحریک طالبان پاکستان سره هم جګړا پیل کړې ده.