د نن تصویرونه

ملالې یوسفزۍ سکول پیل کړ

د خیبر پښتونخوا صوبې د سیلانې سیمې سوات کې نړیوال شهرت لرونکې د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ په برتانییا کې ښوونځي(سکول) ته تلل پیل کړل. ملاله پروسږ کال وسله والو طالبانو له سکوله کور ته د تلو پر مهال په ډزو وویشتله او له ټپی کېدو وروسته یې د برتانییا برمنګم ښار په یوه روغتون کې یې د کوپړۍ کامیابه جراحي یا سرجري وشوله. ملالې له رغېدو وروسته هوډ څرګند کړی وو چې د ماشومانو د تعلیم مبارزه به جاري ساتي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د نوروز لمانځلو تیارانې

د قبرص په پلازمېنه نیکوشیا کې مظاهره چیان د اروپايي ټولنې لخوا له اقتصادي بحرانه د راوتو لپاره د مالي تړون پر ضد احتجاج کوي.

د  اېستونیا هېواد په پلازمېنه تالین کې د اراورا بورالیس شمالي وړانګې

د واټیکن ښار په سېنټ پیټرز څلورلاره کې د پوپ د ټاکنې پر مهال دعا کېږي

د اسلام آباد د څنډو په یوه خړه پړه سیمه کې یوه موسکۍ افغان ماشومه په ځانګوئ کې ځنګېږي.

د مسکو په ژوبڼ کې یو  نادره دوه سری مار

په مریخ کې د ناسا فضايي بېړۍ  (کیورازیټي ) له خوا د اخیستل شوې یوې پرشې تصویر. کیورازیټي لومړی دا پرشه ماته کړه او بیا یې تصویرونه زمکې ته راواستول

د ښځو تاریخي میاشتې په مناسبت جوړه یوه غونډه کې برخوال پر موباییل فونونو د ولسمشر براک اوباما تصویرونه اخلي.

په  شمالي کوریا  کې کوریايي ولسي پوځ په یوه نامالوم ځای کې پوځي تمرینونه کوي.

د قاهرې په ګیزا اهرامونو کې یو تن خپل اوښ موچوي

د ترکیې پر پوله سوري کډوال

د شمالي کوریا پوځيان پرېډ کوي

به کابل کې ماشومان په ځانګو کې ځنګېږي

افغان پولیس د کندهار په پنجوايي کې د کووکنار کښت اړوي