پاکستان دې چېکۍ سیلانیانې راخوشې کړي

د چېک جمهوريت ولسمشر ميلوس زيمن


بارکوال مياخېل- کوټه

د چېک جمهوريت ولسمشر ميلوس زيمن خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري ته په استولي یوه ليک کې له نوموړي غوښتي چې په بلوچستان صوبه کې دې د هغوی د هېواد د دوو تښتول شويو نجونو د را خوشې کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.


د چېک جمهوريت دوې سيلانۍ نجونې د تېرې چارشنبې په ورځ له ايرانه بلوچستان ته را اوښتې وې او له تفتان ښاره کوټې ته را روانې وې چې د کوټې ښار جنوب لوېديځ لور ته په ٥٥٠ کيلوميټرۍ کې د چاغي سيمې په نوکنډي کې وسلوالو له مسافر بسه د وسلو په زور وتښتولې چې حکومت او امنيتي ادارې يې لا هم په موندلو او راخوشي کولو کې ناکامه دي.

چېکۍ سيلانيانې انا همپالووا او انتوني خراتيڅکا

د چېک جمهوريت د ولسمشر د دفتر وياندې هنا بريانووا په دې اړه رسنيو ته ويلي چې د پاکستان د حکومت هڅو تر اوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.

د تښتول شويو چېکۍ نجونو په اړه د چېک جمهوريت د ولسمشر د دفتر په تازه مالوماتو کې ويل شوي چې هغوی په چېک پوهنتون کې د ارواپوهنې څانګې زدکونکې وې او په رخصتۍ ايران او له هغه ځاى پاکستان ته تللې، چې وسلوالو د وسلو په زور تښتولې دي.

د کوټې ښاروال يا کميشنر قمبر دشتي چې د تښتول شويو چېکۍ نجونو د موندنې لپاره د چاغي نوکنډي سيمې ته تللى، مشال راډيو ته يې وويل چې په چېکۍ نجونو پسې پلټنې يې لا هم هيڅ نتيجه نه ده ورکړې:

"د پلټڼې عمليات مو له بېلابېلو اړخونو دوام لري او له سيمه ييزو استخباراتي مالوماتو هم استفاده کوو، د سيمې مشران هم راسره مرسته کوو، چاغي سيمه ډېره پراخه ده، قريبا پينځه څلوېښت زره مربع کيلوميټره مځکه ده، ځکه نو د پلټنې عمليات پکې څه وخت اخلي، خو تر اوسه پورې مو يې په اړه هيڅ درک نه دى لګولى."

قمبر دشتي وايي، د سيمې مشران يې دا شرم او د خپلو بلوڅي دودونو خلاف ګڼي چې له سيمې يې بهرنۍ ښځينه تښتول شوې دي، ځکه نو هغوى هم ورسره ملګري دي چې دغه تښتول شوې چېکۍ نجونې د وسلوالو له منګولو را خوشي کړي.

چېکۍ سيلانيانې انا همپالووا او انتوني خراتيڅکا لا هم ورکې دي، نه يې چا د تښتونې مسووليت منلى او نه يې د تښتونې په بدل کې کومه غوښتنه شوې ده.