د چیکۍ نجونو خوشې کولو غوښتنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د چيک جمهوريت د وي آر اوپن په نامه د خير ښيګړې يوې ادارې مشره وايي د پاکستان په بلوچستان کې، په دوو تښتول شویو چيکۍ نجونو کې يوې له هغوی سره کار کاوه. لېنکا فېڅووا د خپلې ۲۴ کالنې همکارې له تښتونکو څخه وغوښتل چې په انساني بنيادونو دې دغه نجلۍ ورپرېږدي. نوموړې وویل (([سلګۍ] د مسلمانانو په توګه تاسې ته مالوم دي چې [له تاسې] یوه ښځه څه غواړي، خدای څه غواړي، زه له تاسې غواړم چې هغه بیرته موږ ته راکړئ. هغې ته تاوان مه رسوئ، ژوندۍ او روغه یې را واستوئ. ځکه چې که تاسې تاوان ورته ورسوئ نو پوهېږئ چې الله عادل دی او سزا به درکړي.[سلګۍ] بس دی نور [څه نه وایم]. بښنه غواړم)) دا دوه چيکۍ نجونه د چارشنبې پر ورځ هغه مهال وتښتول شوې چې له ايرانه د پاکستان د بلوچستان سر ښار کوټې ته روانې وې.