کوټه: ډيپټي الېکشن کمشنر ووژل شو


د بلوچستان په مرکز کوټه کې ضلعي ډيپټي الېکشن کمشنر ضیا‌‌الله قاسمي په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

د مشال راډيو خبریال وايي، ناڅرګندو کسانو نن ماسپښين د هغه پر ګاډي د ښار له سټېلایټ ټاون سره څېرمه چاندني چوک کې برید وکړ.

په کوټه کې هدفي وژنې یو معمول ګرځېدلی دی.