"د ترهګرو اصل مرکزونه باید وویشتل شي"

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزی وایې، ترهګري او القاعده په پاكستان كې د پراخيدو په حال كې ده چې دا د سيمې په زيان تمامیږي.


ولسمشر کرزي چې نن یې هلمند کې یوې غونډې ته وینا کوله، نړیوالو ځواکونو ته په اشاره وویل چې بهرني ځواکونه د دې پرځای چې د ترهګرۍ اصلي مرکزونه په نښه کړي د افغانستان په کلیو او بانډو کې عملیات ترسره کوي.

کرزي زیاته کړه هغه كسان چې د هلمند په ولسواليو كي لا هم له افغان او نړیوالو ځواکونو سره جګړه کويو دوی دښمنان نه بلکې ناراضه افغانان دي.

ولسمشر کرزي د تېر په څیر یو ځل بیا پر وسلوالو طلبانو ږغ وكړ چې دسولې بهیر سره دې يو ځاى شي.

به دا وروستو کې د ولسمشر کرزي اوامریکا ترمنځ په څرګندونو کې تریخوالی تر سترګو کېږي.
تر دې وړاندې

سپنې ماڼۍ د ولسمشر کرزي څرګندوني رد کړې


وایټ هاؤس د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي هغه بیانونه رد کړي چې ګنې د طالبانو د بریدونو نه امریکا ته ګټه رسي.

د وایټ هاؤس ویاند جې کارني پرون د ګل پر ورځ ولسمشر حامد کرزي په وروستیو څرګندونو د تبصرې کولو په مهال وویل: د افغان ولسمشر دا ادعا سمه نه ده چې امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره څه ډول جوړجاړی کړی دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اتوار په ورځ ویلي وو ، طالبانو له بریدونه امریکا سره مرسته کوي چې افغانان په دي کانې کړي چې بهرني پوځیان له ټاکلې مودې دوه یانې له زره څوارلسم کال ورسته هم په افغانستان کې په کار دي.