د هوګو چاویز پر مړینه وېنزوېلا کې ویر دی




د وېنزوېلا ولسمشر هوګو چاوېز د اته پنځوس کالو په عمر کې مړ شو. د نوموړي د مرګ اعلان د سېشنبې پر ورځ د دغه هیواد پر سرکاري ټلویزیون مرستیال ولسمشر نيکولا مادورو وکړ.


د وېنزوېلا مرستیال ولسممشر نېکولا مادورو د هوګو چاوېز مړینه اعلانوي

چاوېز چې له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د ناسور یا کېنسر په ناروغي اخته و، پر جنوبي امریکايي هیواد وېنزوېلا يې څوارلس کاله واکمني وکړه. نوموړي پر امريکا ډيري سختې نيوکې کولې او د فيډل کاسترو او نورو کيڼ اړخو مشرانو سره يې لاس يو کړی و. د چاوېز پر مړينه په وېنزوېلا کې د اوو ورځو د وير اعلان شوی دی.

د وېنزوېلا ولسمشر هوګو چاوېز د اته پنځوس کالو په عمر کې مړ شو. د نوموړي د مرګ اعلان پرون د دې هیواد پر سرکاري ټلویزیون مرستیال ولسمشر نيکولا مادورو وکړ

هوګو چاوېز له خپلو لوڼو سره

نيکولا مادورو وویل چې هوګو چاوېز له شاوخوا دوو کلونو راهسې په سخته ناروغۍ د اخته کېدو له امله مړ شوی دی.

((نن د مارچ پر پنځمه ، د وزیرانو د شورا په غونډه کې له ګډون وروسته موږ دلته پوځي روغتون ته راغلو چې د خپل ولسمشر صحي حالت وڅارو. موږ د هغه له لوڼو ، ورور او کورنۍ له غړو سره ملګري وو ، موږ ته یو داسې تر ټولو سخت او ویرجن خبر راغلی چې موږ یې باید خپلو خلکو ته ورسوو. نن د مارچ د پنځمې نېټې د ماسپښین پر پنځویشت منټه بالا څلور بجې ) کومندان ولسمشر هوګو چاوېز مړ شو.))

د هوګو چاوېز پر مړينه په وينزويلا کې د اوو ورځو د وير اعلان شوی دی. د وينزوېلا په پلازمېنه کراکاس کې ویرجنو د هوګو چاوېز پر مړينه ژړل او له هغه سره يې د ميني څرګندونه کول.

((موږ له چاوېز سره مينه لرو. د هغه روح دې آرامه وي او خوشالي دې ورپه برخه شي)).

​چاوېز چې له شاوخوا دوو کلونو راهسې د کېنسر په ناروغي اخته و، پر جنوبي امریکايي هیواد وېنزوېلا يې څوارلس کاله واکمني وکړه. چاوېز پر امريکا ډيري سختي نيوکې کولې او د فيډل کاسترو او نورو کيڼ اړخو مشرانو سره يې لاس يو کړی و. نوموړی چې يو خوله ور سړی و، په وينزوېلا کې د غريبانو اتل ګڼل کېدۍ او په دغه هيواد کې يې سوشلسټ نظام راوستۍ وو. خو د زياتو تيلو د درلودلو سربېره د دغه هيواد يو شمېر وګړي اوس هم له غربت سره مخاخ دي.

چاوېز يوه مېرمن او پنځه اولاده درلوه. د وينزوېلا له قانون سره سم به اوس د نوي ولسمشر لپاره انتخابات په يوه مياشت کې دننه تر سره کيږي. تر هغه وخته به د هيواد مشري مرستيال ولسمشر نکولا مادورو په غاړه اخلي.

د چاوېز پر مړینه د امريکا ولسمشر بارک اوباما د وينزوېلا د خلکو د ملاتړ څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې امريکا غواړي د وينزوېلا له حکومت سره تعميري اړيکې پر مخ بوځي. بلخوا د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل بان کي مون د وينزوېلا له خلکو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ څرګندونه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د روس سفير ويټالې چورکين هوګو چاوېز د يو ستر سياستوال په توګه ياد کړ.