د پښتونخوا عدالت یوه کس ته د مرګ سزا اورولې

د خیبر پښتونخوا يو عدالت په ۲۰۱۱ کال کې د شوې ترهګريز بريد په جرم يو کس ته اوه ځله د پانسۍ سزا اورولي.
د چارواکو په وينا پرون د ایپټ اباد يو عدالت دا سزا قاري باسط ته دوه کاله وړاندې د مسلم ليګ پر يوه جلسه د بمي بريد د پلان جوړولو لپاره اورولي. دغه پيښه کې ګڼ خلک مړه او ژوبل شوي وو. قاري باسط سره د هغه دوو نورو ملګرو کې يو ته ټول عمر او بل ته پنځه کال قيد اورول شوی.