د باچاخان او ولي خان تلین، او تصویري نندارتون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د خدای خدمتګار د رهبر خان عبدالغفار خان باچا خان او د هغه د وتلي سیاستوال زوی خان عبدالولی خان تلین د جنوری په۲۱مه نیټه د پیښور په نشتر تالار‎‎(هال) کې ولمانځل شو. دې دستورې ته د عوامی نېشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولی خان او د دغه ګوند نورو غړو خپلو مشرانو ته د عقیدت پیرزونې وړاندې کړې.پر دې مهال ځوان انځورګر او هنر مند پیر حامد خویشګي د باچا خان او ولي خان په ګوتو جوړ شوي انځورونه هم نندارې ته اېښي ول. د مشال خبریال خالد خان یې ویډیو ویستې