شېرعلي باچا د بېوزلو او ځورېدلو خلکو غږ وو

شېرعلي باچا


د مشال ريډيو د اتلان خپرونې د دا اونۍ پروګرام د پښتنو یوه ملي مبارز ،سياست وال او ليکوال شير علي باچا ته ځانګړی شوی دی. نوموړي نه یوازې په ادبي ډګر کې نوم درلود بلکې په سیاست کې هم د یوې اوږدې مبارزې او د قیدوبند تاریخ لري.

باچا جي د مزدور کسان له غورځنګه بیا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر جنډۍ لاندې د خپل کړېدلي ولس غږ پورته کړی وي. د هغه ژوند ته کتنه لرو.

د دې خپرونې جوړونکی، بشير ګواښ دی او د هر زيارت يا پنجشنبې او جمعې په ورځو يې له مشال ريډيو څخه اوريدلی شئ.


ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

شېرعلي باچا یو عالم، ادیب او سیاستوال



لکه د ژمي په ماښام چې تورې لړې راشي
لا يو مزدور له کارخانې نه کور ته ستړی راشي
لا یو دهقان د خان پټي نه تر جونګړې راشي
لا يو سوالګری له مالداره وريزې خړې راشي
لا یو مظلوم له ظالمانو نه درګړی راشي
لا بې ګناه قېدي زندان ته لکه مړی راشي
زما زړګيه! بس د خوږ وطن قيصه داسې ده
د اورېدو نه ده قسم دی چې ترخه داسې ده