مماڼه اپرېدۍ او رفیع الله کاکړ مو مېلمانه ول

موماڼه اپرېدۍ او رفیع الله کاکړ



د ځوانانو غږ خپرونه کې مو له داسې دوو ځلانده ستورو سره خبرې کړې چې داوړو یې جلا جلا د پښتنو پېغلو او زلمیانو نومونه روښانه کړي، دوی نه یوازې ځان ته کامیابي په برخه کړې بلکې خپلو کورنیو او پښتانه قام ته یې سرلوړي په برخه کړه.

د بلوچستان ګلستان کاریز د کلي احمد خیلو درویشت کلن ځوان رفیع الله کاکړ له ټوله پاکستانه سږ کال د انګلستان آکسفورډ پوهنتون لپاره غوره شوی دی.

او د خیبر موماڼې اپرېدۍ سږ کال له خپلو دوو نورو خوندکیو سره یوځای په تایلېنډ کې د اېشیايي ځوانانو تر منځ په تقریري مقابلو کې درېیم او په کلتوري اتڼ کې یې لومړی پوزیشن تر لاسه کړ.

د دوی اتڼ په سیالیو کې د پښتنو کلتور ته د اېشیا د بهترین کلتور انعام وګاټه.

د دې خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ځوانانو غږ خپرونه دلته واوری