سوات: ملاله یوسفزۍ کالج وتړل شو



په سوات کې د ملالې یوسفزۍ په نامه کالج نه دملالې عکسونه او نوم لرې کړل شو او کالج هم وتړل شو.

د پښتونخوا په سیلاني سیمه سوات سيدوشريف کې صوبایې حکومت څوورځې وړاندې د جينکو لوی کالج د ملالې په نامه نومولی وو او پر لوی وره یې د ملالې يوسفزی ډګري کالج تخته لګولې وله. په کالج کې د ننه یې يو بلاک د ملالې په نامه ګرځولی دی.

په ظاهره زده کونکې ویره لري چې د ملالې د نامه له وجې د دوی د کالج زده کونکو ته د وسله والو له خوا خطر جوړېدای شي او غوښتنه لري چې له کالجه دې د ملالې نوم لرې کړل شي، او د دې لپاره یې احتجاج هم وکړ. دوی د کالج انتظامییې د نامه د بدلولو لپاره تر درو ورځو پورې وخت ورکړی وو. خو انتظامییې کالج د يخني رخصت له پاره تر وخت مخکې وتړلی. او د ملالې نوم یې هم له تختې لرې کړی دی.

دسوات ضلعې مشر ډي سي او کامران رحمان مشال ريډيو ته وویل، چې دغه کالج د يخنۍ اوبارانونو له وجې مخکې وتړل شو. نوموړي د ملالې نوم لرې کولو په باب وویل، چې د صوبايي حکومت لخوا کالج ته ورکړل شوی هغه به نه بدلېږي، خو ځینې زده کونکې او یوه خاصه ډله د ملالې له نامه سره اختلاف لري، خو دوی هڅه کوي چې دا اعتراضونه لري کړي او له صوبايي حکومت سره په دغه اړه خبرې روانې دي.

نيازاحمدخان مشال ريډيو