د پښتونخوا حکومت پر تعلیم خرچه کوي

د خيبر پښتنونخوا حکومت وايي د تعليم پرمختګ لپاره يې راتلونکو پینځو کالونو کې د ۴۹۴ اربو روپو لګولو منصوبه بندي کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د تعليم وزير سردار حسين بابک پيښور کې يه يوه خبري ناسته کې وويل چې دې لړ کې به ورته څه پيسې نړيوالې ادارې ورکوي.

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، په تېرو څلورو کالونو کې يې دومره ډېرې تعليمي ادارې جوړې کړي چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې هومره نه وې جوړې شوې.