شمالي وزیرستان: ډرون بریدو دوه مشکوک وسله وال وژلي


له افغانستان سره جوخت د پاکستان په شمالی وزیرستان کې د بې پایلټه امریکايي الوتکې په یو میزایلي برېد کې دوه مشکوک وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د مشال راډيو خبريال د سرکاري او ځايي سرچینو له مخې وايي چې د ډرون الوتکې بريد د شمالی وزيرستان د تحصېل مېرامشاه مبارک شاهي کلي کې د وسله والو پر یو کور شوی دی.

د پاکستان ځينې رسنۍ په بريد کې د وژل شوو وسلوالو شميره درې ښيي.

شمالي وزیرستان په بیا بیا د امریکايي ډرون بریدونو هدف ګرځي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشری د نړیوالو ځواکونو او د افغانستان حکومت د ادعاوو له مخې په دغه سیمه کې افغان او پاکستاني وسله وال طالبان له القاعدې او نورو وسله والو ډلو سره یو ځای مرکزونه لري او د ډیورنډ کرښې هغې غاړه ته پر دوی بریدونه کوي. د پاکستان سرکار له ډرون بریدونو سره کلک مخالفت لري.