د هندوانو د مندر ورانول غندو.بشري حقونو کمیشن




ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان لپاره د انساني حقونو کمیشن په کراچۍ ښار کې د هندوانو د مندر نړول غندلي دي ـ د یادې ادارې چارواکو د ولسمشر اصف علي زرداري لخوا د یادې پیښې د نوټس اخیستو او د مندر د نړولو په اړه د پلټنو د حکم هرکلی هم کړی دی ـ د پاکستان لپاره د انساني حقونو د کمیشن د سند څانګې مشر امرنات موتو لال مشال ریډیو ته ویلي دي چې په پاکستان کې ځیني پټ قوتونه د مذهبي لږکیو په مذهبي او نور سپیڅلو ځایونو ته زیان اړوي.

((دا دیرش یا ۳۵ کاله پخوانی مندر و ـ په کومه طریقه چې دا نړول شوی دی یقینا دا د مذهبي ځایونو د سپکاوي په زمره کې راځي ـ دا د کنټومنټ بورډ له خوا نړول شوی دی ـ دا ددې څرګندونه کوي چې په پاکستان کې میشت مذهبي لږکي د حکومت څخه خوښ دي خو ددې او ددې په شان د نورو ادارو څخه دوي ډېر ګیله من دي ))

د هغه په خبره په پاکستان کې یوازې هندوان نه ،بلکې نور مذهبي لږکي هم ددې ډول سلوک سره مخ دی چې تازه مثال يې په لاهور کې کې د احمدی فرقې په هدیره کې د قبرونو نړول او داسې نورې پیښې دي ـ

د هندوانو د خیر ښیګړې لپاره کارکونکي ګوند ال پاکستان هندو کونسل مشر رمیش کمار بیا وایي په سېمه کې د مندر ترڅنګ د هندوانو په لسګونو کورونه هم نړول شوي دي او ددغه ځایې استوګن د خالي ورځې راپه دې خوا په سخته یخنۍ کې شپې او ورځې تیروي ـ د هغه په خبره د سېمې پولیسو تراوسه د کورنو او مندر د نړولو په اړه د لمړني رپورټ یا ایف ایي ار له لیکلو هم انکار کړی دی ـ

بل طرف ته د یادې سېمې د پولیسو مشر عابد حسین شاه مشال ریډیو ته ویلي دي چې یو خو دغه مندر او کورونه د قبضې په زمکه جوړ و او بل دوي دومره واک نه لري چې د ملتري اسټیټ په خلاف مقدمه ولیکي ـ د هغه په خبره دا زمکه د ملټري اسټیټ د ادارې جایئداد دی.

((دا زمکه د ملټري اسټیټ ډپارټمنټ جایئداد دی ـ موږ د ملټري په خلاف څنګه رپورټ ولیکو ـ په پاکستان کې دا یو دود جوړ شوی دی چې ځینې خلک د جوماتونو او امام بارګاو د جوړولو په بهانه په زمکو قبضې کوي او ځینې خلک د مندرونو د جوړولو له لارې په زمکو قبضې کوي. دا هم ورته لانجه ده ))

هلته بیا د ملټري کنټومنټ مشرې زینت احمد خبریالانو ته ویلي دي چې ددوي د ادارې لخوا په یاده سېمه کې هیڅ یو مندر نه دې نړولې ـ

یاده دې وي د تېرې خالي په ورځ د کراچۍ ښار ګرومندرسېمې سره نزدې د نبي بخش تاڼې په سېمه کې د یوې تعمیراتي ادارې لخوا د هندوانو مندر او یو شمیر کورونه نړول شوي ،چې د هغې راوروسته د مذهبي لږکیو او انساني حقونو تنظیمونو په دې پيښه سخت احتجاج کړی دی او دایې د مذهبي لږکیو د تنګولو او د سېمې څخه د هغوي د ویستلو سازش بللی دی ـ