ملاله د سر سلو مفکرينو په لسټ کې پر ۶ م نمبر

ملاله یوسفزۍ د برتانییا په کوین الیزبیت روغتون برمنګم کې تر درملنې لاندې ده



فارن پاليسي مجلې د ګل په ورځ د نړۍ د سر سر سلو مفکرینو یو نوملړ(فهرست) خپور کړی دی چې په کې د طالبانو د بريد ښکار شوې د سوات ملاله يوسفزۍ یې په دغه جهاني لیسټ کې پر شپږم نمبر راغلې ده .

په دې لیسټ کې هغه کسان راځي چې د اظهار آزادۍ لپاره يې غږ پورته کړی او خپل آواز يې د نورو لپاره د اورېدو جوګه ګرځولې. په دغه لسټ کې سږ کال د ملالې په ګډون څلور پاکستاني وګړي اچول شوی دی.

پنځلس کلنه ملاله يوسفزۍ د طالبانو خلاف د جينکو د تعليم لپاره جګړې ته ودريدلې وه. دې تېر کال ویلي ول ( زه به خپل آواز پورته کوم او که چرې زه داسې ونه کړم نو څوک به يې کوي)

د ملګرو ملتونو د يونيسسکو څانګې د يو رپورټ له مخې پاکستان په هغه هېوادونو کې په لسم نمبر دی چرته چې د اووه او پنځلسو کلونو ترمنځه ۶۲ فيصده جينکۍ په ټول عمر کې سکول ته نه دي تللي.

په امريکا کې د پاکستاني پخواني سفير حسېن حقاني او د هغه مېرمن فرح ناز اسفهاني نومونه په دغه نړيوال لسټ کې په يوشپېتم نمبر ايښودل شوي دي.

دوي ته له خپل ځپل شوي هېواد سره د ډيرې مينې پر اساس دغه ځای ورکړل شوی دی.