د جماعت اسلامي د پخواني امیر قاضي حسین احمد پر قافله په یوه برید کې درې تنه برسېرن ژوبل دي.
د مشال خبریال وايی، چاودنه هغه مهال وشوه چې قاضي حسین احمد د بره مهمندو ایجنسۍ ښاپښ (خاپخ) سیمې ته د جماعت اسلامي نوي دفتر پرانستو ته روان وو.
د بره مهمندو ایجنسۍ پولیټیکل نائب تحصیلدار شمس الاسلام مشال راډیو ته وویل چې دا یو ځان مرګي برید وو اؤ د قاضي حسین احمد درې ساتونکي پکې معمولي زخمیان شوي دي.
برید د بره مهمند ایجنسۍ په خاپخ روډ شوی چې همدا سړک د خواییزۍ او باییزۍ مهمندو ایجنسۍ نه علاوه د افغانستان ګوشتې، کامې او نزدې سیمو ته هم د منځرې چېنې په لاره وتلی دی.
خاپخ د مهمندو ایجنسۍ د هیډ کوارټر غلنۍ نه په لویدیځ لوري ته څه نا څه په لس کلومیټرۍ کې پرته سیمه ده.