پاکستان تصديق کړی دی چې د افغان حکومت په خواست په هيواد کې قيد ځيني افغان طالبان خوشي کوي. دا فيصله د افغانستان د سولې عالي شوری د پاکستان د سفر پر موقع شوې ده.
د چارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او د سولي د عالي شوری لخوا جاري شوی ګډ بيان وايي، دا ګام په افغانستان کې د سولي عمل پرمخ بيولو لپاره پورته کيږي. خو په بيان کې د خوشي کيدونکو طالب مشرانو نومونه نه دي ورکول شوي.
د مشال راډيو له خبریال عبدالحي کاکړ سره په خبرو کې د افغانستان د سولي عالي شوری غړی معصوم ستانکزي چې دا وخت په اسلام آباد کې دی وويل، دواړه هيوادونه په عملي همکاريو سلا شوي دي. د ده په خبره چې د پرېکړې له مخې به په درو څلور ورځو کې اته بندي طالبان خوشي کړل شي. نوموړي د ملا بردار د خوشي کېدو په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.