د خیبر پېښې:
د خیبر سرکاري چارواکي وايي، چې د باړې په سپا سیمه کې د یوه ځايي اوسېدونکي سعدالله پر کور د توپ یوه ګوله غورځېدلې چې په کې د هغه د کور د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او د کور ودانۍ ته یې هم سخت زیان اوښتی دی. دوی زیاتوي بلخوا په اکاخیل ګډ ملنګ سیمه کې د توپ د یوې ګولۍ له راپریوتو څخه پینځه وسلوال وژلۍ شوي دي . او ددې ترڅنګ په درو اډه سیمه کې د دوه نامعلومه کسانو مړي موندل شوي دي چې لا تر دې دمه یې پیژند ګلو نه ده شو.
په سیمه کې د مشال خبریال د پاکستان پوځي سرچینو له خولې وايي، د باړې په زیاتره سیمو ، لکه ملک دین خېلو، سپا، کمبرخېل او شیلوبر کې ګرځبندیز لګول شوی دی ، او د پیښور او باړې تر مینځ مهمو لارو باندې تالاشي سخته کړل شوې ده. او له وسله والو سره د تړاو په تور یې د څلورو کسانو کورونه هم ړنګولي دي.
د دغه عملیاتو په وخت ځینې خلک په خپلو کورونو کې ګېر پاته دي. ځینې خلک یې د برکمبرخېلو سیمې ته تللي دي او په جوماتونو او سکولونو کې یې پناه اخیستې ده. د اوسنیو روانو عملیاتو په اړه د بره کمبرخېلو یوه اوسېدونکي نبي اپرېدي مشال راډيو ته وویل:
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د باړې نبي اپرېدی د عملیاتو حال وايي