بازمحمد عابد مشال راډيو
جلال اباد:ـ په کامې ولسوالۍ کې يار ښوونيز مرکز د افغانستان د ملي شاعر عبدالباري جهاني په وياړ يوه غونډه د اکتوبر په ۳۱ مه نيټه جوړه کړې وه چې په ننګرهار ميشتو فرهنګيانو سربيره په کې له کابل، کندهار او لغمان ولايتونو څخه هم فرهګنيانو ګډون کړی وو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم
په دې وياړ غونډه کې بيلابيلو قلموالو د عبدالباري جهاني په ديرش کلنو ادبي او ژورناليستيکو هڅو رڼا واچوله.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم په کامۍ ولسوالۍ کې د عبدالباري جهاني نمانځل د ټول ننګرهار وياړ وګاڼه:
« د زمانې په دغسې زماني مقطه کې چې زموږ ملک او زموږ ملت له امنيتي ګواښ سره مخ دی، دا ډيره د وياړ خبره ده چې موږ په يوې ولسوالۍ کې د داسې يو نامتو شخصيت نمانځنه کوو، چې هغه د جهانيتوب دعوه کوي. د ده په ارمانو کې دا نغښتې دي چې انسانيت ته کار وکړي. په داسې حالاتو کې دا وياړ غونډه ځانته يو ځانګړی اهميت او ارزښت لري.»
د کابل پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد لال پاچا ازمون
د کابل پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد لال پاچا ازمون په اوسنيو شرايطو کې دغه شان وياړ غونډې اړينې وبللې.
« په دې وروستيو کې زموږ د فرهنګ په وړاندې ډير زيات ګواښونه متوجه دي او ډير فرهنګي يرغلونه متوجه دي. همدا غونډې دي چې زموږ فرهنګ يې ژوندی ساتلی دی. پخوا به دغه فعاليتونه يوازې په ښارونو پورې محدود وو، له ښه مرغه دغه فعاليتونه اوس ولسواليو ته غځيدلی دی.»
استاد صمیم
استاد محمد اصف صميم د ښاغلي جهاني په وړاندې خپل احساسات څه دا رنګې څرګند کړل:
« زه هيله من يم چې د ښاغلي جهاني په راتګ موږ کې دغه جرات هم پيدا شي چې د ده ملا ور وتړو او ورسره د کاروان په شکل د هيواد ګوټ ګوټ ته لاړو شوو، او د حمزه بابا په خبره:
څو چې راغونډ په يو مرکز يې نه کړم
هرې تپې ته له جرګو سره ځم
خدای دې وکړي چې دی دغسې هرې تپې ته لاړ شي او موږ يې د دغسې هرکليو په ځای د ده تر شاه ودريږو.»
له کندهار څخه راغلي ليکوال محمد يار يار وويل چې راډيوي ژورناليزم ښاغلي جهاني ته دا موقع په لاس ورکړی وه چې خپل فکر د شعر په ژبه خپل ولس ته ورسوي او له همدې امله يې د ولس په زړونو کې ځای نيولی دی:
« لکه ټولو ته چې مالومه ده جهاني صاحب يو پيژندل شوی شاعر دی. په خلکو ګران دی. دی په عام و خاص کې محبوبيت لري.راډيوي ژوناليزم ده ته دا فرصت ورکړلو چې د ده شعر، د ده نظم او د ده فکر او خيال د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسيږي. او زموږ په خلکو کې هم دا شعور شته چې هغوی د علم، ادب، فرهنګ او هنر سره تماس لري او خپل هنرمند نازوي چې دا نننۍ غونډه يې يوه ښه بيلګه ده.»
ډاکټر نجیب