سپوږمۍ وايي، که پښتونواله ختمېږي پښتو ختمېږي




سپوږمۍ د برتانییا په لندن کې زیږیدلې ده، او هم هلته لویه شوې او هلته یې زده کړې کړي دي. دا وایې کورنۍ يې له ډیر پخوا راهیسې په لندن کې ژوند کوي خو مشرانو یې خپله ژبه او کلتور ژوندی ساتلی دی .

سپوږمۍ پښتو ژبه د مور پلار څخه په کور کې زده کړې ده او اوس غواړي چې د تعلیم په میدان کې د خپل ولس لپاره کار وکړي .

دا غواړي چې د خپلې خاورې او وطن سره خپل تړون لا پیاوړی کړي . د اختر د خوشالو د خپرونو په دې لړۍ کې مو هغه میلمنه ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سپوږمۍ له خپلې خاورې لرې اوسي خو د پښتو مینه یې ژوندۍ ساتلې