د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي وايي، چې لور یې په برتانیا کې خوندي ده.
نوموړي له خپلې لور سره له هغه وروسته چې د روانې میاشتې په نهمه نېټه طالب وسله والو په ډزو وویشتله په لومړي ځل له لیدو وروسته خبري کنفرانس ته وویل چې لور یې برتانییا ته د لا ښه علاج لپاره راستولې ده.
ده وویل کله چې یې خپله لور ولیدله نو ډېر خوشاله شو چې دا لټېدای شي، خبرې کولای شي او ښه درملنه یې روانه ده.
د ملالې يوسفزۍ پلار وویل، د لور ژوندي پاتې کېدل او رغېدل ورته معجزه ښکاري.
ضياالدين يوسفزي خبریالانو ته وویل چې د اکتوبر په نهمه چې پر نوموړې حمله وشوه نو د ده کورنۍ فکر نه کاوه چې هغه به بچ پاتې شي.
ضیاء الدین وايي، ډېر خوشاله دی چې لور یې په ښه کېدو ده: ((هغه په ما ګرانه ده، او کله مې چې نن سهار ولیده نو له سترګو مې اوښکې لاړې. دا د خوشالۍ اوښکې وې، د ډېرې خوشالۍ))
دی وايي کله چې ملاله طالبانو وویشتله نو ده ته ویل شوي چې د جنازې تیارانې یې وکړه ځکه چې هغه د جوړېدو نه ده خو د ده په خبره چې کله یې لور په خپلو سترګو ولیدله نو اندازه وراته وشوه چې سخته ژوبله نه ده. ځکه چې دې په خپل شال له خپلې خولې وینې پاکولې.
د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي وویل چې ملاله په عارضي توګه لوېدلې ده بیرته په راپورته کېږي او خپله مبارزه به جاري ساتي.
د ملالې یوسفزۍ د ویشتو پړه ناقانونه تحریک طالبان پاکستان پر سره اخیستې ده او رسنیو ته یې ویلي ول چې هغې د دوی پر ضد په څرګنده خبرې کولې نو ځکه یې وویشتله.
ملالې ته تر دې وړاندې هم اورپکو طالبانو په بیا بیا د مرګ دړکې ورکړې وې.
به ملاله یوسفزۍ د اکتوبر په نهمه نېټه د سوات په مېنګوره کې د خپل ښوونځي مخې ته په ګاړي کې سوره وه چې دوو وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې او له خپلو دووهمځولو سره یو ځای یې په ډزو وویشتله.
ملاله د ټپي کېدو وروسته په خصوصي هېلي کوپټرکې د درملنې لپاره د پېښور پوځي روغتون ته یووړل شوه.
د ملالې له خوا په سوات کې د نجونو د تعليم له پاره هلې ځلې په نړيواله توګه منل شوې دي.
وسله والو طالبانو پر نوموړې د حملې پړه منلې وه.