په کراچۍ کې د کرکټ شل اوریزه لوبې کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان کراچۍ ښار په نېشنل سټېډیم کې د شنبې او یکشنبې پر ورځو د انټرنیشنل ورلډ ایلیون او پاکستان ال سټار ترمنځ د کرکټ شل اوریزه لوبه کیږي. په دغو میچونو کې د پاکستان د کرکټ د لوبډلې ښه لوبغاړي او د نړۍ د څلورو نورو ملکونو لوبغاړي برخه اخلي. د پاکستان ال سټارز لوبډله د پخواني کپتان شاهد افریدي په مشرۍ کې به لوبه کوي. په دې ټیم کې د پاکستان د قامي کرکټ لوبډلې ستوري یونس خان ،شعیب ملک ، کامران اکمل او یو شمیر نور لوبغاړي برخه لري. یاد میچونه د سېند صوبې د لوبو وزارت لخوا جوړ شوي دي. په دې لوبو کې د افغانستان دوه لوبغاړي محمد شهزاد او شاه پور ځدراڼ هم برخه اخلي. په دې اړه د ظفر کریمي دا ویډیويي رپورټ ګورو.