پاکستان "اوباما د ملالۍ یوسفزۍ پر ټپي کیدو دردیدلی" اکتوبر ۱۱, ۲۰۱۲ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملالۍ یوسفزۍ پر ټپي کیدو خپګان څرګند کړی دی او امریکایي ځواکونو ویلې دي چې دویه چمتو دی چې څوارلس کلنه نجلۍ چې طالبانو په سوات کې ټپي کړې ده د درملنې لپاره بهر ته یوسي. د نجونو د زده کړو هڅونکې ملالۍ یوسفزۍ چې طالبانو ویشتې ده، لا هم د مرګ له خطره نه ده ژغورل شوې. د پنجشنبې په ورځ دا له پیښوره راولپنډۍ ته یووړل شوه. د امریکا ولسمشر پر څوارلس کلنې ملالۍ شوی برید خواشینونکی وباله او د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون دې برید غصه کړی دی او د دې نجلۍ کورنۍ ته یې د خپلې خواخوږۍ او ملاتړ پیغام استولی دی. د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند میا افتخار حسین د زیارت ورځ په پېښور کې خبري کنفرانس ته وویل چې د جمعې په ورځ به ټوله صوبه کې د ملالې یوسفزۍ لپاره د دعا ورځ لمانځل کېږي. هغه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل: « نن چې د ټولې دنیا خلک له ملالۍ سره مینه کوي، دا مینه د ترهګرو پر مخ څپیړه ده» پر ملالۍ د سې شنبې په ورځ طالبانو د سوات په مرکز مینګوره کې ډزې وکړې او د دې ترڅنګ یې دوې نورې زده کوونکې هم ټپي کړې. په مینګوره کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت دوه کاله ملالۍ د زده کړو لپاره مبارزه کوله. د چهارشنبې په ورځ د پیښور په پوځي روغتون کې وروسته له درې ساعته عملیاته ډاکټرانو د ملالۍ له غاړې ګولۍ راوایسته، خو دا له عملیاته وروسته له کوما ونه وتله. د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل چې امریکایي ځواکونه دې ته چمتو دي چې د ملالۍ د درملنې لپاره هغې ته الوتکه واستوي او بهر ته یې د درملنې لپاره یوسي. جي کارني زیاته کړه چې ولسمشر اوباما پر ملالۍ شوی برید غندلی دی او هغه یې له خواشینۍ ډک عمل بللی دی. د سپینۍ ماڼۍ د ویاند په وینا له ماشومانو سره زور زیاتی یو وحشي کار دی او د بې غیرتو کار دی. جي کارني بیا وویل چې ولسمشر اوباما څرګنده کړه چې د ملالۍ او د هغې د دوو ټولګي والو پر ټپي کیدو له زړه دردیدلی دی.