پارليماني غړي دې په ۱۵ورځو کې خپل شهريت وښيي



د پاکستان الېکشن کمیشن د پارليمان ټولو غړو ته د خپل شهريت ښکاره کولو له پاره د پنځلسو ورځو مهلت ورکړی دی او په دې لړ کې یې د ټولو صوبايي اسمبلو، سېنټ او قامي اسمبلۍ سېکرټريانو ته خطونه لېږل شوي چې له ټولو غړو دې حلفيه بيانونه واخلي چې له هغوی سره د کوم کوم هېواد شهريت دي.

له مشال رېډېو سره په خبرو کې د الېکشن کمشن وياند الطاف احمد وویل چې که په دغه غړو کې له چا سره هم د یو بل ملک شهريت وي نو د هغه خلاف به د سپريم کورټ د حکم په رڼا کې کاروایي کېږي .
د غبرګ شهريت په اړه د واکمن پيپلز ګوند غړي اخوندزاده چټان وویل، چې د پارليمان غړو د ټولټاکنو په وخت د نورو ملکونو پاسپورټونه يا نور اسناد (که ورسره وو) اليکشن کمیشن کې جمع کړي وو، په کار دا وه چې الېکشن کمیشن هغه وخت دوی په انتخاباتو کې له برخې اخیستو درولي وای اوس چې څلور کاله تېر شو نو په دوی پاکستان ته د نقصان رسولو شک څرګنديږي.

د پاکستان په پارلمان کې د مخالفې ډلې مسلم ليګ ن وياند صديق الفاروق وینا ده، کوم خلک چې د يو ملک پارليماني غړي جوړېدل غواړي نو بايد چې د یو بل هېواد شهريت پرېږدي او د يوه ملک ښاري شي.

د غبرګ شهريت د حقيقت په اړه مشال رېډيو سره خبرو کې د آئيني او سياسي چارو ماهر بېرسټر باچا وویل چې داسې کولو سره يو تن د دوه ملکونو سره د وفادارۍ سوګند پورته کوي او که وخت راغلی نو دی به د خپل وطن په ضد جنګېږي نو ځکه نه شي کېدای چې په يو وخت يوتن د دوه ملکونو وفادار وي، او ځکه هم ورته د قانون سازي په رنګ حساسه زمه واري نه شي ورکول کېدای.

د ذکر وړ ده چې تېره مياشت د غبرګ شهريت په کېس کې دپاکستان سپريم کورټ دداخله وزير رحمان ملک په ګډون دولس غړو په ضد اليکشن کمیشن ته ليکلي ول چې د دوی غړيتوب دې ختم کړي او دوی ته ورکړې شوې تنخواګانې او نور مراعات دې هم ترې بیرته واخلي او د دوی خلاف دې تر فوجداري قانون لاندې مقدمې هم وچلول شي.
له دې علاوه یې اليکشن کمیشن ته حکم ورکړی وو چې د پارليمان له ټولو غړو دې له ملک سره د وفاداري او شهريت په اړه بيا سوګند واخلي.

رياض موسه خېل مشال رېډيو

اسلام آباد