پاکستان کې دې سړي تښتونکي له دندو لرې او محاکمه شي



بشير ګواښ

پاکستان ته د لادرکه کسانو په اړه تللي، د ملګرو ملتونو يوې پلټونکې ډلې ويلي چې بلوچستان کې د خلکو په غايبولو تورن کسان دې له دندو ليري کړل شي چې ازاده مقدمه پرې وچليدای شي.

د لادرکه کسانو په اړه پاکستان ته تللي، د ملګرو ملتونو ډلې ويلي، چې په هيڅ قسمه شرايطو کې د خلکو ورکول جواز نه لري.

د دې ډلې مشر اوليور ډي فروويلي د خپلې لس ورځنئ دورې وروسته اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال زور راوړ چې بايد د استخباراتي او قانون نافذونکو ادارو په حساب ورکوونو نظر وساتل شي او د قرباني شوو کسانو کورنیوو سربيره دې د لادرکه کسانو اړونده شاهدانو ته هم تحفظ ورکړل شي.

هغه بلوچستان کې د لادرکه کسانو په اړه وايي: ((موږ دلته پر خلکو تورونو لپاره نه يو راغلي خو زموږ چې کومو خلکو سره خبرې وشوي، هغوی د پاکستان په بيلابيلو امنيتي او استخباراتي ادارو د خپلو خلکو د لادرکه کول تورونه لګول. په دې ادارو کې آيي، ایس، آيي او پوځي استخبارات شامل دي. حکومت وايي چې له سلو کسانو کم خلک ورک دی خو يوازې په بلوچستان کې دا شميره له ۱۴۰۰۰ اوړيدلي ده.))

نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيا د دغه ډلې د دورې په اړه ليکلي چې دوی حکومت ته په خپل سپارلي رپورټ کې وړانديز کړی چې د خلکو په غیبولو تورن امنيتي کسان دې له دندو ليرل کړل شي څو پر هغوی سمه مقدمه وچلول شي. خو امنيتي ادارو تل د خلکو غیبول رد کړي دي.

د ورکو بلوچانو لپاره د يوې ادارې کارکوونکی، عبدالقدير بلوچ وايي چې د ملګرو ملتونو د دې کمیشن له موندنو او دورې مطمينه دي. هغه زياته کړه: (موږ دې کمیشن ته د ۱۴۰۰۰ لادرکه، ۵۰۰ مسخ شوو مړو او ۴۰۰ هدفي وژنو کې وژل شوو کسانو لیسټ ورکړي دي. دوی حيران شول. ويلي يې چې حکومت ورته ډير لږ شمير خلکو لیسټ ورکړي. دوی موږ ته وويل چې په ۲۰۱۳ کال کې په جينيوا کې کيدونکي د ملګرو ملتونو په کانفرنس کې به يې پيش کړي. موږ د دې کمیشن له کار څخه مطمينه يو.))

په بلوچستان کې دا مهال ځينې قوم پرستې ډلې له پاکستان څخه د بيليدو خبرې کوي او ځينې بيلتون پاله ډلې د دې کار لپاره وسله واله مبارزه هم کوي او د بشري حقونو څارونکو ويلي چې له همدې وجې خلک لادرکه کيږي.

پاکستاني حکومت د ملګرو ملتونو د دې ډلې د موندنو او دې نوي رپورټ په اړه لا څه نه دي ويلي.