د قبایلي سیمو پارلماني غړو د د حميدالله جان اپريدي په مشري کې د پاکستان له ولسمشر سره په خلیجي هېوادونو کې د قبایلي سیمو پښتنو ته د ورپېښو ستونزو به اړه خبرې اترې کړي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د قامي اسمبلۍ غړی حميدالله جان اپريدي وویل، چې له ډېرې مودې راهیسې د فاټا ولس له سختو مسلو سره مخامخ دی چې په هغو کې لویه هاغه یې امنیت دی او له دې علاوه په خليجي ملکونو کې د قبايلي سیمو پښتانه ګڼې ستونزې لري.
د نوموړي په خبره په دغه ټولو ستونزو یې له ولسمشر سره خبرې کړې او هغه باور ورکړی چې د مشکلاتو هوارولو لپاره به اقدامات کوي.
د قبایلي سیمو دوبۍ مېشتو پښتنو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې باور نه کوي چې په یوه دوه ملاقانو به یې مسلې حل شي. په دوبۍ کې د پښتنو يو مشر خيال زمان اورکزی وايي، مسلې یې څکه نه هوارېږي چې دوی مشر نه لري او نه یې څوک تپوس کوي. دی زیاتوي:
((د پاکستان د جوړيدو ٦٣ کاله وشو خو تر ننه چا هم د فاټا د ولس تپوس و نه کړ او خو یوازې د پاسپورټ مسله نه ده چې موږ وژاړو. ترڅو چې په قامي بهير کې موږ ګډ کړل شوي نه يو تر هاغو موږ پر مختګ نه شو کولای. موږ صرف په نامه ازاد يو. په اصل کې موږ غلامان ي))
يو بل تن نور محمد اپريدي مشال راډيو ته وويل چې کله هم زموږ یو مشر دلته دوبۍ ته ورشي نو خپلې مسلې ورته کېږدو خو بیا چې پاکستان ته لاړ ش، هر څه هېر شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.