لیبیا: امریکايي سفیر وسله وال برید کې ووژل شو

امریکایی سفیر کرسټوفر سټیونز په وسله وال برید کې ووژل شو



رپوټونه وايي، د لیبیا په شرقي ښار بن غازي کې په امریکایي کونسلېټ په یو راکټي برید کې په وژلو شوو څلورو کسانو کې امریکایی سفیر کرسټوفر سټیونز هم شامل دی.

پرون د نهې په ورځ ناوخته وسلوالو د امریکایي کونسلېټ په ودانۍ برید وکړ. له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په پیښه کې د یو امریکایی چارواکي د وژل کیدو تصدیق کړی.

دا تشدد په امریکا کې د جوړ شوي یو نجي فلم د خپرېدو په ردعمل کې شوی چې ویل کېږي مذهبي سپکاوي پکې شوی دی.

پرون د نهې په ورځ په قاهره کې هم په لسګونو مظاهره چیانو د امریکایی سفارت خانې مخې ته د دغه فلم خلاف احتجاج وکړ.

د دغه فلم د جوړونکي په اړه متضاد رپوټونه دي.