آی اېس آی امریکا خپل لوی دښمن ګڼي. شکیل اپرېدي

ډاکټر شکیل اپرېدی د ایف سي آر قانون لاندې په پېښور زندان کې بندي دی



ډاکټر شکیل اپرېدي چې د اسامه بن لادن په وژلو کې یې له سي آی اې سره مرسته کړې وه، د امریکا له یو ټيليوژني چېنل سره په مرکه کې ویلي چې آی اېس آی امریکا خپل تر ټولو خطرناک دښمن ګڼي.

فاکس نیوز ادعا کوي، چې د دوی یوه خبریال د پېښور په مرکزي زندان کې له هغه سره مرکه ترسره کړې او د ډاکټر اپرېدي له خولې وايي، چې د آی اېس آی لخوا د نیولو وروسته هغوی په پلټنو کې سخت ظلم او شکنجونې ورسره کړې دي.

” ما به له دوی سره دلیل وایه چې امریکا د پاکستان لوی مرسته کوونکی ملګری دی، له پاکستان سره یې ، په خیر ښېګړه، ټولنیزه او پوځي برخه کې په بیلونونه، بیلیونونه ډالر مرستې کړې، خو دوی به یوازې دا راته ویل، چې دا زموږ خطرناک دښمنان دي. تا زموږ د دښمن مرسته کړې. “

خبري چېنل یوازې د مرکې لیکلې بڼه خبره کړې او دا یې نه دې ویلي چې مرکه یې ورسره ویډيويي که ږغږیزه کړې. او نه یې دا ویلي چې د دوی خبریال څنګه زندان ته په ننوتو بریالی شولو چې له ډاکتر سره مرکه وکړي.

له فاکس نیوز چېنل سره د ډاکټر اپرېدي د مرکې په باب د خیبر پښتونخوا د جېلخانه جاتو وزیر میا نثار ګل کاکاخېل د مشال راډيو له خبریال خالد خان سره په خبرو کې وویل، چې په پېښور جېل کې د اپرېدي د خپلوانو او وکیل پرته هیچا ته له هغه سره دلیدو اجازه نشته. خو د ده په خبره که چېري دا خبره رښتیا وي نو دوی به یې پلټنې کوي. او ککړو چارواکو ته به سزا ورکوي.

د ډاکټر اپرېدي وکیل سمیع الله اپرېدي هم له مشال راډيو سره په خبرو کې دا خبره تایید کړه چې د پېښور زندان دننه د شکیل اپرېدي ډېره شخته څارنه کېږي او دده په خبره د وکیلانو او خپلوانو علاوه هیڅوک هم له هغه سره نه شي ملاوېدلای.

( د ډاکټر صاحب د وروڼو ، خویندو، خپلوانو او د وکیلانو علاوه هیڅوک له هغه سره د لیدو اجازه نه لري.)

خو په پېښور کې د مشرق اخبار خبریال عارف یوسفزی وايي، چې څه موده وړاندې هغه له ډاکتر شکیل اپریدي نه د هغه د وکیل په مرسته لیکلې پوښتنې کړې وې او هغه ته یې ځوابونه هم ملاو شوي وو. او دا مرکه یې بیا په مشرق ورځپاڼه کې هم چاپ شوه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ډاکټر شکیل اپرېدي د مرکې په اړه د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ دلته واوری



فوکس نیوز د ډاکټر اپرېدي له خولې وايي چې هغه پر آی اېس آي د تندلارو اورپکو ډلو سره د مرستې تور لګولی.

اپرېدی وايي، چې آی اېس آی په وزیرستان کې دېره له حقاني شبکې سره مرسته کوي، چې تېره اونۍ د امریکا د بهرنو چارو زیرې هیلري کلنټن د بهرنۍ ترهګرې ډلې په نامه ونوموله. دی وايي چې آی اېس آی د امریکا ضد کارونه کوي، او سي آی اې دې ته نه پرېږدي چې د پاکستان له خوا له نیول شويو ترهګرو پوښتنې ګروږنې وکړي. دی ادعا کوي چې اکثره نیول شوي ترهګر پرېښودل کېږي چې په افغانستان کې د ناټو پر وړاندې جګړه جاري وساتي.

” دا خبره اوس له شکه وتلې چې په پاکستان کې افراطیيت د آی اېس آي له خوا حمایه کېږي. د پاکستان له خوا د اورپکو ضد جګړه جعلي ده. “

خو پاکستان تل دغه ادعاوې نه مني.

اپرېدی وايي د اسلام آباد په آبپاره کې د نیولو پر وخت سخت شکنجه شوی، پر بدن یې بل سګرېټونه وراېښودل شوي او د بجلۍ ټکانونه یې ورته ورکړې دي.

ډاکټر اپرېدي په دې مرکه کې ادعا کړې چې یو وخت د امریکا یوه چارواکي هڅه کوله چې له یو انتهاپسند عبدالکریم اغا څخه پوښتنې ګروږنې وکړې، د آغا له خولې آپرېدی وايي چې د آی اېس آی یوه چارواکي یې په غوږ کې ورته وویل، چې د ناجوړۍ پلمه وکړه چې امريکايي چارواکی درسره ونه ویني.

د اپرېدي څرګندونې ښايي د امریکا او پاکستان اړیکي نور پېچلي کړي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د سختدریځو اورپکو پر وړاندې د ګډې جګړې له وجې ترینګلي شوي دي.

د یادونې وړ ده چې ډاکټر شکیل اپرېدی د سږکال می میاشتې راهیسې په قبايلي سیمو کې د ایف سي آر قانون لاندې له سي آي اې سره د مرستې کولو په تور بندي دی. د هغه کورنۍ یې د نیولو خلاف په پېښور کې د ایف سي ار کمشنرۍ کې یو درخواست جمع کړی چې اورېدنه به یې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه کېږي.