د افغانستان په کندهار کې چارواکي وايي، د کندهار پر امنییه قومندانۍ په یوه ځانمرګي برید کې څلور تنه وژل شوي او د امنييه قومندان او د دوو پولیسو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان دي.
د کندهار والي داکټر توریالي ویسا خبریالانو ته وویل، چې دا یو ځانمرګي برید وو چې په کې برید ګر له چوونکو توکیو ډک یو ټرک وکارولی.
"په ټرک کې زیاته اندازه چونکي توکي کارول شوي. دا ښځې او ماشومان وینۍ، دا په کورونو کې د هندارو او لرګو د راولیدو په نتیجه کې مړه او زخمیان شوي دي."
والي زیاتوي، چې په چاودنه کې خلکو ته مالي زیانونه هم رسیدلي، چې اندازه به یي وروسته معلومه شي.
دا دومر زوروره چاودنه وه چې ږغ تر ډېره لیري پورې واورېدل شو. په سیمه کې یي دوکانونه وسوځول او د ډېرو کورونو ښيښې يې ماتې کړې.
د سیمې یو اوسېدونکی عطاءالله،و چې د کورنۍ ۱۴ غړي یې ټپیان شوي، مشال راډیو ته وايي.
"زما د کورنۍ څوارلس غړي په دی کې ټپیان دي، چې په هغه کې څلور شدید ټپیان او لس برسېرن ټپیان دي."
د کندهار امنییه قومندان جنرال رازق