نجیب عامر
سندرغاړې نورجهان په یوې داسې کورنۍ کې سترګې غړولي چې د هنر له ارزښتونوخبره ده. په دې کورنۍ کې نورو هنرمندانو هم نوم پیداکړی چې د سندر غاړې شبنم ، نوم پکې د یادولو وړ دی ، څوک چې د نورجهان خور ده.
نورجهان وايي پیدا شوې په پېښور کې ده ، خو د پلار له طرفه یې کلی صوابۍ او د مور له طرفه یې کلی دیر دی.
نورجهان وايي داتو کالو وه چې د پېښور ټیلي ویژن د هغه مهال د ماشومانو خپرونې ( ستوري ) ته لاړه او سندره یې وویله ، بیا د هم دې چینل په ( وږمې ) خپرونه کې یې برخه واخیسته او سندرې یې پکې وویلې، چې خلکو ډیرې خوښې کړې.
نوموړې وايي د سندرو یې لسګونه کیسټونه خپاره شوي دي ، او نن سبا زیاته پام لرنه هم سندرو ویلو ته کوي. خو ددې ترڅنګ یې اداکاري هم کړې ده. هغه وايي ( سفر ) او ( انتظار ) یې مشهورې ډرامې دي.
نورجهان تر لسم جوماته پورې ذدکړې کړي دي، خو بیا وروسته یې د اداکار او ډایرکټر ذوالفقار قریشي سره واده وشو ، او تعلیمي سلسله ترې پاتې شوه.
سندر غاړې ، اداکاره او کوربنه نورجهان وايي، د خپل هنري او کورني ژوند دواړو نه مطمینه ده ، او نن سبا د هنر د غوړیدو لپاره حلات ډیر سازګار دي.
نورجهان د ډیر ښایسته ، ولسي او خوږ اواز مالکه ده او په شعوري توګه هڅه کوي چې ولس ته ښه او معیاري تفریح وړاندې کړي.
د پښتو ژبې دا ځوانه هنرمنده نن د تاترې خپرونې میلمنه ده ، نو د نن تاتره د نورجهان په نوم .
داخپرونه دلته اوریدلی شئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
نورجهان په تاتره کې