په کونړ کې د باجوړ د طالبانو مشر ووژل شو

د کونړ ولايت امنيه قوماندان عوض محمد نظري وايي چې د جمعې په ورځ مازيګر مهال د شيګل ولسوالۍ د شلټن درې د چاو ګام په سيمه کې د ايساف د هوايي بريد له امله د باجوړ د طالبانو مشر ملادادالله په شمول ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه يې ژوبل دي.

بلخوا د شيګل ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې بريد بې پيلوټه الوتکې کړی دی.

ياده دې وې چې تير کال د ملاداد الله ډلې له باجوړ څخه ۱۷ تنه داسې ماشومان هم برمته کړي وو چې د اختر په سيل راوتي وو او د سرحد پورې غاړې ته يې تخريبي عمليات هم تر سره کول.

ځینو رسنیو سره د خبرو پرمهال د کونړ والي هم داخبره تائید کړې ده چې د باجوړ د طالبانو یاد شوی مهم مشر د نړیوالو ځواکونو له خوا په برید کې وژل شوی دی.