ډرون برید په وزیرستان کې ګڼ مشکوک وسله وال ووژل




په قبايلي سيمه شمالي وزیرستان کې د بی پايلټه ډرون الوتکې په دریو بريدونو کې ۱۶ مشکوک وسلوال وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د مشال راډيو خبريال له سيمې د نامالومه پاکستاني اسخباراتي سرچينو له خولې وايي، چې د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د مکۍ، ډنډا او درې نښتر کې بريدونه وشول.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې په ډرون بريدونو کې ځايي که بهرني وسلوال وژل شوي دي.

له تېرو څو وروځو راهیسې په شمالي وزیرستان کې دا څوم ځل دی چې ډرون بریدونه کېږي.

سږکال په وزیرستانونو کې ټولټال ۳۱ بریدونه شوي چې د مالوماتو له مخې په کې ۲۲۰ مشکوک وسله وال وژل شوي دي. یوازې د روانې اګست میاشتې له ۱۸ مې بیا تر ۲۴ مې نېټې پورې ډرون بریدونو کې په لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

امریکا ادعا لري چې په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې حقاني شبکه ټینګ مرکزونه لري او له پولې پورې غاړه په افغانستان کې مېشت پر نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه کوي او ددې لپاره یې پر پاکستان په بیا بیا فشار راوړی چې ددغه ډلې بر ضد عملیات وکړي او په دا وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا هم په خپلو څرګندونو کې داسې څرک ښودلی وو چې پاکستان په قبایلي سیمو کې د عملیاتو نیت لري. دې ته په کتو سره ځېنې څېړونکي دا نظر لري چې د پاکستان د پنجاب صوبې د اټک ضلعې په کامره هوايي اډه د وسله والو برید هم ښايي په وزیرستان کې د ممکنه پاکستاني پوځي عملیاتو غبرګون وي.