غزني پاڅون: طالبانو ته دروند ځاني زیان اوښتی

د غزني ولایت یو منظر

سید شاه سقیم

کندهار - د افغانستان د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پيل شوي ولسي پاڅون جنګيالي وايي چې تېره ورځ په درو بجو ورباندې وسله والو طالبانو بريد کړی وو چې د دواړو غاړو تر منېځ تر دوه نيم ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېد.


پاڅون کوونکي وايي په دغه جګړه کې يې هم وسله والو طالبانو ته دروند ځاني زيان ور اړولی دی خو دوی ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سيمې يو تن اوسېدونکي او د پاڅون کوونکيو د ډلې د ملګری حاجي هيبت شاه وايي چې وسله والو طالبانو پرون د ماسپښين په دريو بجو د اندړو ولسوالۍ په ګولو او محکم سيمو کې د پاڅون پر جنګيالو بريد وکړ.
دی وايي وروسته د دواړو غاړو تر منېځ نښته وشوه چې په پايله کې يې ګڼ شمېر بريد کوونکي وژل شوي او ټپي شوي دي.

((په درې نيمې بجې جنګ وشو تر شپږ بجو پورې. طالبانو د ګولو او محکم په کليو کې پر پاڅون کوونکيو بريد چې د پاڅون او دوی تر مېنځ په نښته کې دوی سخته ماتې وخوړه. اوس هم د ګولو د دوکانونو شاته پراته دي هغه يې نه دي وړي او دوه زخميان يې اوس په رکښه کې يووړل.))

دی وايي په نښته کې پاڅون کوونکيو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم په اندړو ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکيو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې وه چې دواړو غاړو به په کې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې ور اړولو ادعاوې کولې.