نغمه دا اونۍ د مشال راډیو په تاتره خپرونه کې میلمنه وه. نوموړې په اسلام اباد کې د مشال راډیو سټوډیو ته راغلې وه او د اوریدونکو پوښتنې یې ځواب کړې.
نوموړې وايي په ژوند کې یې تر ټولو زیاته مینه د خپل فن سره کړې ده او هوډ لري چې بیا هم خپل کار ته ادامه ورکړي او تر ډیره د فن په نړۍ کې پاتې شي.
ښاپیرۍ نغمه وايي چې لور یې ( لیمه ) هم ډیر ښکلی غږ لري او سندرې وايي خو خلکو ته نه ، بلکه یوازې دې ته او دا پرې هم فشار نه راوړي.
نوموړې همدارنګه په دې هم خوښي ښکاره کړه چې د پاکستان حکومت ورته د ښې هنرمندې دجایزې ( تمغه امتیاز ) د ورکولو پریکړه کړې ده.
دخپرونې کوربه نجیب عامر دی ، چې د اوریدونکو سره په بدرګه یې د نغمې نه پوښتنې کړي دي. دا مرکه لاندې اوریدلی شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
نغمه په تاتره خپرونه کې