تر دې پوچه ګفتګو چې زه یې اورم په نغمه په ترانه د رباب خوښ یم

ستر صوفي شاعر رحمان بابا

د سندرو امېل دا اونۍ د رحمان بابا د کلام پر ځانګړتیاوو راڅرخي چې نوموړي په کې د مېنې او انسان دوستۍ درس ورکړی دی.

په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو له خوا ویل شوې د رحمان بابا د شاعرۍ یو څو بېلګې هم درته ډالۍ کوو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په نغمه په ترانه د رباب خوښ یم



دا خپرونه هره اونۍ د مشال خبریال هارون باچا درته جوړوي.

د رحمان بابا د کلام یوه برخه

چې نه علم نه ریاض نه عبادت وي
تر دې هسې بې خوبۍ یې په خواب خوښ یم

د ریاء تر ناقبوله عبادته
د ساقي په میو مست او غرقاب خوښ یم

تر دې پوچه ګفتګو چې زه یې اورم
په نغمه په ترانه د رباب خوښ یم