ولسمشر اوباما افغانانو ته د خپلواکۍ مبارکي ویلې

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۳مې کالیزې په مناسبت خپل افغان سیال حامد کرزي ته په یوه استولي لیک کې مبارکي ویلې ده.

اوباما په خپل لیک کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو د تړون له غوښتنو سره سم پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

امریکايي ولسمشر همدا راز ویلي، سږ کال د شیکاګو او ټوکیو غونډو د امریکا و افغانستان تر منځ د همکاریو بنسټ ایښی دی.