په پلوشه کې د پینځه ویشت کلنې فریدي اپریدۍ د ژوند او کار په اړه خبرو ته راځو. هغې د خیبر ایجنسۍ جمرود غونډی سیمې سره تعلق لرلو، نوموړي د صنف یا جنډر مضمون کې د علامه اقبال اوپن یونیورسټۍ نه د ایم اې ډګري ترلاسه کړې وه، او په خپله سیمه کې یې له ډیرې مودې راهیسې د ( سویرا ) په نوم یوې غیر سرکاری ادارې سره کار کولو،او د قبایلي ښځو د حقوقو او هغوی ته د تعلیم او شعور ورکولو د پاره یې هلې ځلې کولې.
د تیرې جولای په میاشت کې فریده اپریدۍ د خپل کور جمرود غونډی نه پیښور په طرف روانه وه چې نا څرګنده موټر سائکل سورو په ډزو ووژله. په دې پروګرام کې د هغې ژوند او کار ته کتنه کوو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.