افغان تیکوانډوباز بهاوي خپله لومړۍ لوبه وګټله

افغان تیکوانډوباز نثار احمد بهاوي

افغان تیکوانډوباز نثار احمد بهاوي خپل مراکشي سيال ته ماتې ورکړه او خپله لومړۍ لوبه یې په ۴ – ۳ وګټله .

تر دې مخکې روح الله نېکپا د برونزو مډاله وګاټه. نېکپا ۲۵ کلن دی او پرون یې تر ۶۸ کیلو په کم وزن کې یې لوبه کوله .

نیکپا پرون د لوبې تر ګټلو وروسته له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل : خوشاله یم چې په خیر [له مډال سره] ستنیږم. خپلو ټولو وطنوالو ته مبارکي وایم.

روح الله نېکپا تر دې مخکې په ٢٠٠٨م کال کې د چين په مرکز پيکنګ کې هم د المپيک په نړيوالو لوبو کې مډال ګټلى و.