افغان امنیتي سربازانو د بریدګرو پلان شنډ کړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان امنیتي چارواکي وایي، چې د څرخي پله په سیمه کې یې هغه وسله وال مخالفان ووژل چې غوښتل یې پر کابل ښار وسله والې او ځان وژونکې حمله ترسره کړي. د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند لطف الله مشعل مشال راډیو ته وویل، چې دا پنځه تنه وسله وال مخالفان چې په سپکو او درنو وسلو او ځان وژونکو واسکټونو سمبال وو تیره شپه د کابل ښار په ختیځه څنډه د څرخي پله سیمې په یوه کور کې وو. د ازادۍ راډيو خبریال سباون کښلې ويډيو