د سندرو امېل (سوله، مینه، شاعر او هنر مند)



د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د هنر مندانو په اړه ویل کېږي چې دوی تل د مینې، سولې او سوکالۍ پیغام لري.

په تېرو کالونو کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ له خپرېدو سره د پښتنو ټولنیز جوړښت ته تاوان رسېدلی دی خو شاعرانو او هنرمندانو بیا هم د سولې د پیغام سندرې ویلي دي او د ګواښونو پروا یې نه ده کړې.

فضل سبحان عابد د ملاکنډ سیمې نومیالی شاعر دی او وايي شاعران ډېر حساس وي نو همدا لامل دی چې د نورو وګړو پرتله د ټولنې حالات په ښه توګه انځورولای شي.

په دې خپرونه کې دا ځل د هنرمندانو د سولې په اړه له شاعرانو او هنرمندانو سره خبرې شوې دي.

د سندرو امېل خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سندرو امېل- له هارون باچا سره