قاضي فخر الدین جي ابراهیم څوک دی؟


رابعه اکرم خان

اسلام اباد - د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له خوا د خپور شوي نوټي فيکېشن تر مخې د هیواد د مشر انتخاباتي کمېشنر څوکۍ دنده پخواني قاضي فخر الدین جي ابراهیم ته ورکړل شوې ده.


د هیواد حکومتي او مخالفو ډلو نوموړی په متفقه توګه د دې دندې له پاره وګوماره.


د هند له احمد اباده، تر پاکستانه


فخر الدین جي ابراهیم په ۱۹۲۸ز کال کې د هند په احمد اباد ښار کې زېږېدلی وو، تر لومړنیو زده کړو وروسته یې په ۱۹۴۹ ز کال کې په قانون کې له پوهنتونه بریلیک (ډګري) تر لاسه کړ.

دی په ۱۹۵۰ز کال کې له هنده، پاکستان ته ورغی او د سېند له مسلم کالجه یې په قانون کې د ماسټرۍ بری لیک تر لاسه کړ. تر دې وروسته ده په وکالت کې د ډاکترۍ سند هم واخیست او بیا یې د فخر الدین جي ابراهیم اېنډ کمپني په نوم د قانوني چارو یوه اداره پرانیسته.

قاضي ابراهیم په پاکستان کې پر مختلفو ځایونو دنده تر سره کړې ده.

دی په ۱۹۷۱ز کال کې د هغه وخت وزیر اعظم ذوالفقار علي بوټو د حکومت لوی څارنوال (اټارني جنرل) وو او بیا د بوټو قانوني سلا کار هم وو.

د پوځي آمر پر وړاندې مزاحمت


د پوځي واکمن جنرال ضیا الحق تر راتګ وروسته فخر الدین جي ابراهیم پر عبوري اییني امر یا پي سي او د قاضي په توګه د دندې سوګند و نه کړ او بیا د بې نظیر بوټو د وزیر اعظمۍ پر وخت ده د سېند صوبې د والي (ګورنر) پر دندې کار وکړ.

فخر الدین جي ابراهیم

له دې علاوه هم جسټس فخر الدین جي ابراهیم پر بېلا بېلو څوکیو کار کړی دی.

ښه سړی دی


د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د مشر په توګه د ټاکنې پر حکومتي پرېکړه، د سیاسي چارو کار پوه منصور اکبر کنډي مشال راډیو ته وویل دی نه ګڼي چې جسټس فخر الدین جي ابراهیم به د دې نوې دندې د تر سره کولو پر وخت له ننګونو سره مخامخ شي:

(([دا فخر الدین جي ابراهیم] چې [د] نوي چیف الېکشن کمشنر [په توګه] وټاکل شو نو دی ډېر ښه سړی دی. ما ته په کې یوه خامي ښکاري چې عمر یې ډېر دی، خو دا د [ده] پر کار څه [اغېز] نشي لرلای. دا زموږ د ټولنې المیه ده چې یو ایمانداره سړی په مشکله راول، او [تر لوی لانجې وروسته یې] دا عهده دوی ته ورکړه؛ دا یو ښه ګام دی.))

په پاکستان کې پخوا د انتخاباتي کمېشن مشر تر درو کالونو پر خپلې دندې پاتې کېده، اوس یې د دندې موده غځېدلې ده او پینځه کاله ده.